لوګر والي عبدالقیوم رحیمي وايي د تېرې ورځې بريد غچ اخلم 

روهي (نۍ/۱۱ د غوايي)، لوګر والي عبدالقیوم رحیمي د نائب امین الله خان لوګري په روغتون کې د تېرې ورځې د وژل شوېو او ټپیانو له کورنیو سره د لیدنې پر مهال ويلي دي چې مرکز پل علم کې د تېرې ورځې موټربم بريد غچ اخلي. 

والي د پېښې قربانيانو سره خواخوږي ښوودلې او په ورته وخت کې يې د غچ اخېستو خبرداری ورکړی دی، نوموړي نه دي ويلي چې غچ له چا اخلي. افغان حکومت د لوګر د تېرې ورځې بريد مسووليت د طالبانو په غاړه اچوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ بيا رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې د یادې پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي چې زیات شمېر یې د کانکور ازموینې ګډون وال وو.