ناڅرګنده وسله والو کابل کې د پوهنتون يو استاد ووژلو 

روهي (نۍ/۱۱ د غوايي)، رسنيو د امنيتي سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې د محمودالرحمان په نوم د پوهنتون يو استاد نن سهار کابل کې د ناپېژانده وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی. 

ويل شوي دي چې ياد کس نن سهار شپږ بجې او ۴۰ دقيقې د کابل ښار ۱۹ ناحيې اړوند سيمه کې وژل شوی دی. تر اوسه د دغه پېښې انګېزه نه ده روښانه شوې. 

امنيتي مسوولين وايي چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي. وژل شوی کس د اسلامي پوهنتون استاد وو.