هندوستان کې اورلګېدنې د کرونا ويروس ۱۹ ناروغان د روغتون دننه وسوځول

روهي (نۍ/۱۱ د غوايي)، د هند په لویدیځ کې د ګجرات ایالت په یوه روغتون کې د اورلګیدو له امله د کووېډ-۱۹ لږ تر لږه شپاړس ناروغان او دوه روغتیاپالان مړه شوي دي. هندي چارواکو وویل چې دا اور په سیمه ېیز وخت د شپې یوه بجه ولګید.

که څه هم په روغتون کې د اورلګېدنې اصل لامل تر اوسه نه دی مالوم، خو شمېر رسنيو د هنديی چارواکو له خولې لېکلي دي، چې اورلګېدنه د برېښنا د شرټۍ له امله رامنځ ته شوې. 

هندوستان کې د تېرو دوه اوونيو راهيسي د کرونا ويروس پېښې ډېرې شوي دي او يوازې تېره يوه شپه او ورځ کې څلور لکه او زر مثبتې پېښې ثبت شوي، چې بې سارې شمېرې ګڼل شوي.