د دوحې هوکړې اړوند نن بايد امريکايي ځواکونه وتلي وای، خو دوی نن د وتلو پيل کوي؛ طالبان يې پر وړاندې څه پلان لري؟ 

روهي (نۍ/۱۱ د غوايي)، د تېر ۲۰۲۰ کال په فېبروي مياشت کې د ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت او د طالبانو امارت له خوا يوه هوکړه په دوحه کې لاسليک شوه، چې يو برخه کې يې د ۲۰۲۱ کا د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو امريکايي پوځيانو د وتلو ويل شوي وو. 

واک ته د جوبايډن په رسېدو سره دا نېټه د پای نه بلکې د پيل نېټه شوه او د جوبايډن پرېکړه دا شوه چې بهرني ځواکونه د مې په لومړۍ له افغانستانه  وتلو بهير پيلوي او د سپټمبر تر يوولسمي نېټې به بشپړ شي. 

طالبانو بيا له وړاندې خبرداری ورکړی وو چې که چېرې د دوحې هوکړې سره په ټګر کې امريکايي ځواکونه پر ټاکلې نېټې له افغانستانه ونه ځي، نو ستره جګړه به پيل چې مسوولیت به يې هم د واشنګټن په غاړه وي. 

دا چې اوس امريکايي پوځيانو د مې لومړۍ نېټې پر ځای د سپټمبر تر يوولسمي نېټې افغانستان پرېږدي نو د طالبانو غبرګون او پرېکړه به څه وي؟ د طالبانو وياند محمد نعيم په دې  اړه ازادۍ راډيو ته ويلي، "د طالبانو لپاره لارې خلاصې دي او دوی به په دې اړه د هېواد د دیني او ملي ارزښتونو په رڼا کې پرېکړه وکړي. هغه ونه ویل چې دا پرېکړه به څه وي."