سیګار: راتلونکی کال به ۱۷ مېلېونه افغانان لوږې سره مخ شي

روهي (نۍ/۱۱ د غوايي)، د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي بنسټ يا سیګار د امریکا کانګرس ته په خپل درې میاشتنې رپوټ ويلي دي چې د کرونا وبا او وچکالۍ له امله به راتلونکی کال د افغانستان د ټولو وګړو تر نيمايي يا ۱۷ مېلېونه افغانان لوږې سره مخ شي. 

د کډوالو د نړیوال سازمان له قوله په رپوټ کې راغلي چې ۱۷ میلیونه افغانان چې د ټول نفوس نژدې۴۲ سلنه کېږي ښايي راتلونکي کال کې د وچکالۍ له امله له قحطۍ سره مخامخ شي.

د راپور په يوې برخې کې دا هم ويل شوي دي چې د افغانستان د ټولو ماشومانو له منځ يې نيمايي کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي. 

د يادنې ده چې تېر ژمی افغانستان کې وچ وو او ويره دا ده چې روان کابل به افغانستان کې د وچکالۍ بحران سره مخ چې لوږه او نورې ستونزې به رامنځ ته کړي.