هند کې يو کس خپل ملکری په دې ووژلو چې د موبايلو پاسورډ يې نه وو ورکړی 

روهي (نۍ/۱۱ د غوايي)، د هندوستان پلازمېنه نوي ډيلي کې يو کس خپل نېږدې ملګری له دې امله وژل دی، چې ملګری يې د موبايل کو‌ډ يا پاسورډ له ورکولو انکار وکړ. 

د راپورونو پر بنسټ وژونکی کس ماينک سېنګ نوميږي او عمر يې شل کلن دی. د موبايل د پاسورډ پر سره د ده او د ملګري ترمنځ يې شخړه شوې چې په پايله کې ماينک سېنګ د خپلې ملګري مرۍ بند کړي او هغه يې وژلی دی. 

پوليسو ويلي دي چې وژونکی د پوهنتون محصل دی او له پېښې وروسته يې د خپل ملګري جسد په وچو پاڼو پټ کړی وو. 

د پوليسو په وينا د وژل شوي هلک د پلار له خبر چې زوی يې ورک دی، څو ورځې وروسته جسد د نوي ډيلي په يو پارک کې وموندل شو.