هندوستان کې د کرونا ويروس تازه رېکارډ 

روهي (جمعه/۱۰ د غوايي)، په تېرو څو اوونيو کې هندوستان کې د کرونا ويروس وبا بحران ته رسېدلې ده. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هندوستان کې د کرونا ويروس له امله درې نيم زره کسان مړه شوي او څه کم څلور سوه زره  (۴ لکه) نور پرې ککړ شوی دی. 

دا په تېرو څو اوونيو کې رېکارډي مړينې او نوې مثبتې پېښې شمېرل شوي دي. ښايي هندوستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر او مړينې د امريکا متحدو ايالتو او برازيل هم پورته شي. 

هند د اپرېل پر ۲۸ تر امریکا، برازیل او مکسیکو وروسته د نړۍ څلورم هېواد شو چې پر کوویډ-۱۹ د مړو شویو کسانو شمېر پکې له ۲ لکو اوړي.

امریکا کې له بل هر هېواد ډېر کسان په کورونا اخته شوي چې شمېر یې تر ۳۲ میلیونو ډېر دی او له دې وبا تر ټولو ډېر کسان هم امریکا کې مړه شوي چې شمېر یې پنځه لکه ۷۴ زرو هم پورته دی.