کندز کې ۵۱۰ او بلخ کې ۱۵۰ بوتله شراب نېول شوي 

روهي (جمعه/۱۰ د غوايي)، امنيتي مسوولين وايي چې همدې روژه مبارکه مياشت کې يې په شمالي کندز او بلخ ولايتونو کې په سلګونه د شرابو بوتله  نېولي دي. 

د مسوولينو په وينا، په لومړي ګام کې ۱۵۰ بوتله شراب چې له حيرتان بندره په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې سمنګان ولايت ته قاچاق کړل شي، د حيرتان بندر په دوراهي سيمه کې ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت رسنيو ته ويلي دي چې په دويم اقدام کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ملي امنيت ریاست د کار کوونکو په همکارۍ په کندز ښار کې يو تن له۵۱۰ بوتله شرابو سره ونيو.