دوحه کې د حکومت پلاوی: خليلزاد ډاډ راکړ چې د پوځيانو له وتلو وروسته هم در سره يو 

روهي (جمعه/۱۰ د غوايي)، د افغان سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد دوحې ته تللی  او هلته يې د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو سره کتلي دي. 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ويلي دي چې د افغان حکومت پلاوي سره لېدنه کې خليلزاد دوی ته ډاډ ورکړی دی چې د امريکايي پوځيانو ه وتلو وروسته هم امريکا د افغانستان ملاتړ کوي. 

له بلې  خوا طالبانو هم منلې ده چې خليلزاد د قطر دفتر مشر  ملا عبدالغني بردار سره کتلي دي. طالبانو ويلي دي چې لېدنه کې د سولې پر بهير خبرې شوې دي. 

که څه هم افغان حکومت د امريکا د ملاتړ او همکاريو ژمنو ته خوښ دی، خو  شونکي په دې اند دي، چې امريکا په افغانستان کې د خپلو ګټو پراخه لوبه کوي، چې هيڅکله يې بايد په ژمنو او ويلو باور ونه شي.