د اعتکاف مسایل، فضایل او احکام

اعتکاف په لغت کې په یو شي باندې ځنډ او دوام کولو ته وایي، او په اصطلاح کې د اعتکاف په نیت د روژي مبارکې میاشتې ورستئ لس ورځې په داسې جومات کې تیرولو ته وایي چې په هغه کې پینځه وخته لمونځ په جمعه سره ادا کیږي.
اعتکاف درې ډولونه لري، واجب اعتکاف،سنت مؤکد کفایي اعتکاف، او مستحب اعتکاف.

مونږ دلته یواځي په سنت مؤکد اعتکاف بحث کوو:
سنت مؤکد اعتکاف هغه اعتکاف دی، کوم چې په عمومې ډول د روژې مبارکې میاشتې په آخري لسیزه کې ترسره کیږي. رسول الله صلي الله علیه وسلم به د هري روژې میاشتې په آخري لسو شپو کې اعتکاف کولو. په آخري عشره کې کېدونکي اعتکاف ته سنت مؤکده ویل کیږي.

که له ټول کلي څخه یو یا څو کسان اعتکاف وکړي نو د ټول کلي غاړه خلاصیږي،خو که له ټول کلي هیچا دا کار ونه کړ نو ګناه یې د ټول کلي پر غاړه ده. د سنت اعتکاف تر ټولو مهم هدف دخدای ج رضا او د آخري عشرې په تاق شپو کې د لیلة القدر لټون کول دي.

د اعتکاف فضائل:
د اعتکاف د فضیلت او اهمیت لپاره یواځې دا خبره هم بسنه کوي،چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هجرت وروسته هر کال په پوره اهتمام سره د روژې په اخري عشره کې اعتکاف ترسره کولو.

د ابن عباس رضي الله عنها  څخه روايت دى چي نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  فرمایي :
ژباړه:کوم څوک چي د  الله جل جلاله د رضا لپاره یوه ورځ اعتکاف وکړي نو الله پاک به د ده او د جهنم تر منځ دیوه حائل او پردې په توګه درې دومره لوی خندقونه جوړکړي چي د هغوئ په منځ کي واټن د شرق او غرب  د واټن څخه هم زیات وي.

حضرت عائشه رضي الله تعالی عنها فرمایي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به دروژې په اخري عشره کې تل اعتکاف کاوه تر هغه وخته چې الله تعالی خپل لورته وباله له هغه وروسته د هغه صلي الله علیه وسلم بیبیانو مبارکو د اعتکاف اهتمام کاوه.

د مسنون اعتکاف یو ستر فضیلت داهم دی چې معتکف د لیلة القدر فضیلت په اسانئ سره ترلاسه کولای شي ځکه چې په اکثرو روایتونو کې راځي چې لیلة القدر د آخري عشرې په تاقو شپو کې وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د روژې د آخري عشرې په تاقو شپو کې لیلة القدر ولټوئ.
په اعتکاف کې نفلي عبادات:
اعتکاف کوونکي لپاره مستحب ده چې د خپل توان په اندازه د شپې په څه حصه او د ورځې نفلي لمونځ، د قرآن تلاوت، مسنونه اذکار ، استغفار ، او په کائيناتو کې فکر کول ، درود شريف، د قرآنکريم تفسير، د احاديثو مطالعه ، سيرت، قصص الانبياء ، قصص صحابه او همدارنګه د شرعي علم مطالعه او ليکل ټول عبادات جايز او غوره دي.

د اعتکاف شرطونه:
لومړی:
اسلام کې په کافر باندې اعتکاف نشته تر څو چې مسلمان شوی نه وي.
دوهم: عقل او تميز په ليوني او کوچني باندې اعتکاف نشته. البته که نابالغ کوچنی اعتکاف تر سره کړي او د تميز حد ته رسيدلی وي اوښه کارونه اوبد کارونه سره جلاکولای شي نو اعتکاف يې درست دی او له اجراو ثواب څخه به خالي نه وي ان شاءالله تعالی.
دريم: بايد چې اعتکاف په مسجد کې تر سره شي البته دا شرط د نارينوو په هکله دی، ښخه به داعتکاف لپاره په کور کې بند وبس کوي.
څلورم: نيت کول پرته له نيت څخه اعتکاف نه صحیح کيږي.
پنځم: له جنابت څخه پاکوالی، البته دا يې دحلال والي لپاره شرط دی دصحت شرط ېې نه دی کله څوک دجنابت په حالت کې اعتکاف ترسره کړي اعتکاف به يې وشي خو سره له ګناه.
شپږم: ښځه به له حيض اونفاس څخه پاکه وي.
اووم: ښځې ته له خپل ميړه څخه اجازه اخستل هم شرط دی.
اتم: په نذري اعتکاف کې روژه نيول هم شرط دی.

د اعتکاف پيل:
له حضرت بي بي عائشة رضی الله عنها څخه روايت دی فرمايي : کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د اعتکاف کولو ته اراده وکړه نو د سهار لمونځ به يې وکړ او له دې وروسته به د اعتکاف ځای ته ور داخل شو.

د همدغه حديث په ظاهر امام اوزاعي رحمه الله او ثوري رحمه الله په دې خبره استدلال کړی چې د اعتکاف پيل د رمضان المبارک د يوويشتمې نيټې سهار مهال پکار دی، د حضرت ليث رحمه الله يو روايت هم د دې مطابق دی، او د آئمه اربعه ؤ مسلک دا ده چې معتکف ته د رمضان المبارک د شلمې نيټې د لمر له لويدو دمخه جومات ته داخليدل پکار دي.

تر کومه ځايه چې د حضرت بي بي عائشة رضی الله عنها د حديث تعلق دی نو دوی په هغه کې دا تاويل کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د اعتکاف له نيت سره د رمضان المبارک په شلمه نيټه د لمر له لويدو دمخه مسجد ته تشريف راوړی وو، ټوله شپه په جومات (مسجد) کې اوسيده، له دې وروسته کله يې چې د سهار لمونځ وکړ نو د خلکو له هجوم څخه جلا شو، د خلوت او آرام لپاره په معتکف کې کيناست، لهذا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اعتکاف پيل د ماښام په وخت کې شوی وو او په معتکف کې سهار مهال داخل شوی وو.

د جمهورو علماو له لوري دا هم ويل شوي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم معمول دا وو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به په اخيرنی عشره کې اعتکاف کاوه، صحابه کرامو رضی الله عنهم ته به يې هم د اعتکاف کولو ترغيب ورکاوه، او له عشرې څخه اخيرنی لس ورځې مراد دي، لهذا د يوويشتمې نيټې اعتکاف هم پکې شامل دی، که نه نو د لسو شمير نه پوره کيږي.

همدارنګه د اعتکاف له مهمو مقاصدو څخه د ليلة القدر لټون هم دی، او ليلة القدر کله په يوويشتمه نيټه وي، نو ځکه د اعتکاف پيل له يوويشتمې نيټې څخه پکار دی، تر څو همدغه مقصد فوت نه کړل شي.

د اعتکاف ګټې:
څرنګه چې د هر دیني حکم تعمیل د ډیرو ثوابونو او ګټو درلودونکی دی،همدا شان اعتکاف هم ډیري ګټې او مزایاوي لري،چې دلته تري يواځي د یو څو ګټو په بیانولو بسنه کوو:
1- اعتکاف کونکي ټول بدن او ټول وخت د خدای تعالی د عبادت لپاره وقف کړی وي.
2- د دنيا له مشکلاتو او له ډيرو ګناهونو څخه ساتل شوی وي.
3- د اعتکاف په حالت کې هغه ته هر وخت د لمانځه ثواب ورکول کيږي، ځکه چې له اعتکاف څخه اصل مقصود دا ده چې معتکف هر وخت د لمانځه او جماعت په انتظار او اشتياق کې ناست وي.
4- د اعتکاف په حالت کې معتکف له فرښتو سره يو رنګه کيږي، ځکه چې دی هم هر وخت د فرښتو په څير په عبادت، تسبيح او ستاينه کې بوخت وي.
5-  جومات چونکه د خدای تعالی کور دی ځکه خو معتکف د خدای تعالی ګاونډي بلل کيږي، بلکې د هغه د کور ميلمه وي.
6- په ښه توګه دنفس له محاسبې سره عادت کيدل.
شپږم: په ذکر ،دقرانکريم په تلاوت،اوپه دعاباندې دنفس تربيه.
7- له ډيرو بدو عادتونو څخه دځان خلاصون لکه نسوار ،سګرټ اوداسې نور.
8-  دصبر اوحوصلې صفت په نفس کې غښتلی کيدل.
9- دفکر اخرت غښتلتيا په نفس کې.
10-په ذکر ،دقرانکريم په تلاوت،اوپه دعاباندې دنفس تربيه.

د اعتکاف نور اړوند احکام:
داعتکاف ماتونکي کارونه:

لومړی: پرته له کوم ضروري کار څخه له مسجد څخه وتل
دوهم: له خپلې ميرمنې سره په جماع او کورالي سره اعتکاف له منځه ځي او فاسديږي که څه هم په هيره سره وي.
دریم: داعتکاف په حالت کې نشه کيدل.
څلورم: اوږده موده بې هوشه کيدل او ليونی کيدل.
پینځم: په ښځوباندې حيض اونفاس راتلل.
شپږم: د کوم مريض پوښتنې او دجنازې دلمانځه اداکولو لپاره له مسجد څخه وتل هم اعتکاف له منځه، ځکه چې داشيان فرض کفايي دی.

د معتکف لپاره روا کارونه:
لومړی: دشرعي حاجت لپاره له جومات څخه وتل لکه دجمعې دلمانځه لپاره بل جومات ته تلل کله چې يې په داسې جومات کې اعتکاف کړی وي چې هلته امام اوموذن مقرر وي خو دې جمعې لمونځ پکې نه ادا کيږي.

دوهم: دطبعي حاجت درفع کولو لپاره له جوما څخه وتل.
دريم: کله چې معتکف جنوب شي نو له جومات څخه دغسل لپاره وتل ورته روا دي.
څلورم: په معتکف کې خوراک اوڅښاک کول.
پنځم: په خپل منځ کې دضرورت لپاره يوله بل سره خبرې اترې کول.
شپږم: په مسجد اومعتکف کې وده کيدل او استراحت کول اوداسې نور.

داعتکاف مکروهات:
لومړی: دخرڅلاو لپاره مبيعه اومتاع مسجد ته رواړل چې البته دا کار مکروه تحريمي دی.
دوهم: داعتکاف مسنون کارونه اواداب پريښودل.

داعتکاف اداب:
لومړی: داعتکاف له ادابو څخه داده چې پرته د خير اوضرورت له خبرواتروڅخه به نورې بېهوده خبرې اترې نه کوي اوله هرهغه کارڅخه به ځان ژغوري چې د الله تعالى له طاعت څخه پرې منع کيږي.
دوهم: ښه اوغوره خبره دا ده چې د اعتکاف لپاره يوجامع جومات غوره کړي تر څود جمعې له لمانځه څخه محروم پاتې نشي اود ښځينه وو لپاره داغوره ده چې په خپل کورکې دځان لپاره داعتکاف لپاره ځاى جوړکړي اوهلته بيا اعتکاف وکړي.
دريم: داچې له اندازې زيات خوراک اوڅښکاک نه کوي، اوبله داچې خوب به له اندازې زيات نه کوي.
څلورم: دقرانکريم تلاوت، ذکر اوپه پيغمبر ص باندې درود ويل.
پنځم: غوره به دا وي چې اعتکاف کوونکی دځان لپاره دکارونو تر سره کولو لپاره يو جدول جوړ کړي تر څو ټول کارونه په منظمه توګه تر سره شي.
شپږم: دژوندانه ټول ښه کارونه په ښه توګه تر سره کول.
اووم:له دنیوي مشغوليتونو څخه زړه او فکرفارغ کول.

وبالله توفیق.