د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت، د بیرغ اړوند ځينې مهم مسايل 

د افغانستان د بيرغ رنګ
د افغانستان بیرغ له دريو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دى. درې واړه ټوټې په مساوي ډول له كيڼ څخه ښي لور ته په عمودي ډول سره پرتې وي او د هر رنګ سور د هغه د اوږدو نيمايي دى چې په منځ كې يې د افغانستان ملي نښان ځاى پرځاى شوى دى. دافغانستان د بیرغ رنگونه د لومړي ځل لپاره د غازي امان الله خان لخوا داسې څرگند شوي، تور رنگ د افغانستان د ښکېلاک د وختونو سمبول، سور رنگ د هېواد د آزادۍ د مجاهدو شهيدانو نښه، زرغون رنگ د هېواد د آزادۍ د ترلاسه کولو وروسته د پرمختگ او زرغونېدلو نښه.

په بله وينا د ښکېلاک په تور تم کې د هېواد د آزادۍ لپاره شهيدو مجاهدو وينه توی کړه او آزادي يې وگټله اوس د هېواد د بيا زرغونېدلو او پرمختگ وخت دی. له اماني پېر څخه وروسته د افغانستان په ملي بيرغ کې ډېر بدلونونه راغلل چې تر ټولو لوی او څرگند بدلونونه د خلقيانو د واکمنۍ پر مهال، د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ليدل کېږي. د افغانستان همدا اوسنی بیرغ د افغانستان د اسلامي دولت د انتقالي ادارې لخوا په ۲۰۰۲ ز کې د هېواد د ملي بيرغ په توگه وټاکل شو.

دا بيرغ د افغانستان د پاچايي ۱۹۳۰-۱۹۷۳زېږدي کالونو بیرغ ته ورته دی. خو يوازينی توپیر چې د پاچايۍ د وختونو او د اوسمهالي بیرغ په بڼه کې ليدل کېږي، هغه د بیرغ په نښان کې د شهادت کلمه ده. په ۲۰۰۴ ز کې د بيرغ په نښان کې د لږ بدلون په راوستلو سره، دا بيرغ د افغانستان د رسمي بيرغ په توگه وپېژندل شو.

د بیرغ اندازه
د افغانستان د بیرغ سور (عرض) معياري اندازه يو متر او پنځه ويشت ساتني او اوږدوالى (طول) د هغې د عرض دوه برابره دى. البته دغه اندازه د بېرغ استعمال او استفادې ايجاب ته په کتو چې بېرغ ور باندې نصب يا پورته کېږي، په تناسب سره کوچنۍ يا لويه کېداى هم شي.

د بېرغ د استفادې رسۍ
د افغانستان د بیرغ د پورته کولو او راښکته کولو لپاره له فولادي رنګه رسۍ څخه استفاده کېږي. رسۍ په غبرګه توګه د لاستي د پورتنۍ برخې د قبې له لاندې څخه د پارچې د ساتنې په صندوق پورې دوام پيدا کوي.

د بېرغ نصب کول
د افغانستان بیرغ د ودانۍ دپاسه يا د ودانۍ په منځ کې او يا د ننوتلو په دروازه کې نصب کېږي. که چېرې يو بنسټ خصوصي بېرغ هم ولري، نو د نصب په وخت کې د افغانستان بیرغ ښي اړخ ته او د خصوصي بنسټ بېرغ کيڼ اړخ ته نصب کېږي.

د بېرغ د پورته کولو ډول
د افغانستان بېرغ په چټکۍ پورته او په ورو راښکته کېږي، د سپورتي مراسمو او نورو مواردو پر وخت د بېرغ له پورته کولو سره ملي سرود غږول کېږي. د دې تر څنګ په متروکه، نيم کاره، مخروبه او هغوى ته په ورته ودانيو باندې د بېرغ پورته کول مجاز نه دي. همداشان د افغانستان په الوتکو باندې د بیرغ پورته مجاز نه دي، د دې پر ځاى د افغانستان بیرغ په لومړۍ ننوتونکې دروازه باندې رسمېږي.

د افغانستان له بیرغ څخه د استفادې ممنوعیت
په لاندې حالاتو کې له بیرغ څخه استفاده نه شي کېداى
۱ – په هغه صورت کې چې پارچې يې زړې او ورستې شوي وي؛
۲ – په هغه صورت کې چې رنګ يې له لاسه ورکړى او کمرنګ شوی وي؛
۳ – په ښکلاييزو ظروفو او ځمکنۍ نقليه وسايطو کې؛
۴ – په جامه او نورو اضافه شيانو کې؛
۵ – د حيواناتو او ځمکنۍ نقليه وسايطو لپاره د ګټې اخيستلو په شيانو کې.

د افغانستان بیرغ ته سپکاوى
هغه کس چې ملي بیرغ ته په علني ډول د سپکاوي مرتکب شي، د عدلي تعقیب لاندې نيول کېږي، د لومړي ځل لپاره توصيه، د دویم ځل لپاره ليکلى اخطار او د درېيم ځل لپاره په نغدي جزا چې اندازه يې د (۱۰۰۰) ا.ف څخه تر (۵۰۰۰) ا.ف پورې وي، محکومېږي.