د لاس مېنځلو مايع او اکسېجن په کې شتون لري؛ هندوستان کې يو مسلمان څنګه له خپلې درې - ټايره رېکشا وړيا امبولانس جوړ کړ؟  

روهي (جمعه/۱۱ د غوايي)، هندوستان کې له تېرې دوه اوونيو راهيسې د کرونا ويروس مثبتې پېښې او د مړينې شمېر د بل هر وخت په پرتله پورته شوي دي، چې دغه هېواد يې له يو سخت بحران او کړکېچ سره مخ کړی دی. 

د کرونا ويروس وبا د مخنيوي او خلکو سره د مرستې په پار يو هندي مسلمان چې جاويد خان نوميږي له خپلې درې - ټايره رېشکا يې وړيا امبولانس جوړ کړی، د اکېسېجن او نورو روغتيايي وسايلو اسانتياوې يې په کې برابرې کړې دي. 

۳۴ کلن جاويد خان وايي چې د کرونا ويروس د مړينې پېښو په ډېرو دوی سره يې دې چوپړ ته مخه کړي او تر اوسه يې په دې درېيو ورځو کې   لس کسان چې روغتون ته د تګ اړتيا يې وه، رسولي دي. 

جاويد خان وايي چې مالي وضعيت يې ښه نه دی، خو بيا هم د خپلې ميرمنې طلا خرڅوي او خلکو ته پرې وړيا اکسېجن اخلي او تر هغې به دا کار کوي چې ترڅو د خلکو ورته اړتيا وي.