تر ۲۰۳۰ پوري؛ چين به د نړۍ ترټولو ستر او غښتلي فضايي ځواک شي 

روهي (جمعه/۱۰ د غوايي)، تېره ورځ چين فضا ته يوه سېسټم وتوغول چې هلته به د دغه هېواد د فضايي ماموريت برخه کې همکاري کوي. دغه دستګاه د لسو کالونو لپاره د درېيو ستورو مزلو د اوسېدو وړتيا لري. 

له چين وړاندې امریکا، روسیه، اروپا، جاپان او کاناډا  دا ډول دستګاه فضا ته توغولې وه خو چين ته يې په کې ونډه نه وه ورکړې. چين وکولی شول چې په يوازې ځان داسې دستګاه فضا ته وتوغوي چې د امریکا، روسیه، اروپا، جاپان او کاناډا سره به پرې سيالي وکړي. 

د چين ولسمشر شي جي پينګ ويلي دي چې دوی لا ډېر کار کوي چې خپل فضايي ځواک غښتلی کړی. د چين ستورو مزلو تر اوسه د سپوږمۍ او مريخ سيارې تر مدارونو ځانونه رسولي دي او اوس هڅه کوي چې هلته د دايمي پاتې کېدو دستګاوي ځای پر ځای کړي. 

چين د اقتصادي وړتياوو وراېخوا په چټکۍ سره د خپل فضايي ځواک د غښتلتيا هڅې کوي. د راپورونو پر بنسټ ټاکل شوې ده، چې تر ۲۰۳۰ز کال پوري به چين د نړۍ تر ټولو ستر او غښتلی فضايي ځواک شي.