امريکا له کويټ څخه افغانستان ته د توغندیو توپچي سیسټم راوړی 

روهي (پنځه نۍ/۹ د غوايي)، د امریکا مرکزي قومندانۍ په ډاګه کړې؛ دوی له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د ملاتړ لپاره دې هېواد ته د توغندیو توپچي سیسټم استولی دی.

څو ورځې مخکې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر خبریالانو ته ویلي وه، چې د دوی ځواکونه د وتلو لپاره چمتووالی نیسي او دا بهیر پیل شوی دی.

د سي این این د څرګندونو له مخې؛ د امریکا دفاع وزیر لوویډ آسټین له افغانستان څخه د خوندي وتلو لپاره د سرتېرو او نورو تجهیزاتو استول منل شوي دي.

د امريکا دفاع وزارت دا هم ويلي دي چې  افغانستان ته زر پوځيان او شپږ B-52 جنګي جټ الوتکې لېږي چې د پوځيانو بهر کېدو کې مرسته وکړي.