هرات کې د (کاریز الیاس) پوځي مرکز؛ طالبان يې د نېونې او حکومت يې د لېږدې وايي، راپور يې دلته ولولئ 

روهي (پنځه نۍ/۹ د غوايي)، طالبانو پر ټولنيزو رسنيو د وېډيوګانو په نشر سره ويلي دي چې د هرات ولايت، ګلران ولسوالۍ کې يې د افغان پوځ د کاریز الیاس په نوم پوځي مرکز نېولی دی. طالبانو ادعا کړې ده چې په ګڼ شمېر پوځي وسايل او وسلې هم په ګوتې ورغلې دي. 

دغه ويډيو ښيي چې طالبانو د پوځ يو شمېر زغره وال ګاډي، سپکې او درنې وسلې تر لاسه کړې او همدا ډول ځيني وسايل د جګړې پر مهال سوځېدلي دي. ګلران ولسوالۍ کې د حکومت پر دغه امنيتي مرکز د طالبانو بيرغ ښکاري چې پورته شوی دی. 

له بلې خوا،  د هېواد په لوېدېځ کې ۲۰۷ ظفر قول اردو په يوې خبرپاڼې کې ویلي دي چې افغان ځواکونو دغه پوځي مرکز له ګلران ولسوالۍ څخه د هرات ولايت کُهسان ولسوالۍ (کمانه) نومي مرکز ته انتقال کړی دی.  

د يادې قول اردو په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د ملي دفاع وزارت او همدا ډول د هرات ولايت د پوځي شورا له ارزونو او سلاوو وروسته د غوره اغېز په پار  ګلران ولسوالۍ کې کاریز الیاس پوځي مرکز، د کُهسان ولسوالۍ کمانه پوځي مرکز ته لېږدول شوی دی. 

ظفر قول اردو وايي چې پوځي وسايل يې هم له ځان سره انتقال کړي دي. ګلران او کُهسان د هرات دوه ګډه پوله لرونکې ولسوالۍ دي، چې له ترکمنستان او ايران سره ګدې پولې لري.