
روهي (پنځه نۍ/۹ د غوايي)، ويل کيږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هېواد کې د شته ستونزو د حل او د يوې سياسي اجماع په پار له پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سياف او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
سرچينې وايي چې دغه لېدنه دوه ورځې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ کې شوې ده، چې د افغان سولې په اړه د استانبول ناستې په اړه هم په کې خبرې شوې دي.
ولسمشرۍ او سپيدار ماڼۍ هم د ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله عبدالله، حامدکرزي او پخواني جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف خپلمنځي ناستې تائيدوي.
دا لېدنه په داسې وخت کې کيږي چې د سرچينو د مالوماتو اړوند طالبانو يو شمېر سياسي څېرو ته لېکونه استولي او له هغوی يې په انفرادي ډول د سولې خبرو غوښتنه کړې.