فايق وژړل؛ وايي نه غواړم له فارياب لاړ شم او د مشرانو جرګې غړېتوب ته خوښ نه يم

روهي (څلورنۍ/۸ د غوايي)، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازی  نن فارياب ولايت ته تللی؛ هلته يې د پخواني والي نقيب الله فايق پر سينه د غازي مير بچه دولتي مډال ولګولو. 

فارياب کې د نوي والي محمد داود لغماني د ټاکنې پر سر د راپورته شوي کړکېچ د حل لپاره کټوازی فاريابانو ته ويلي چې ژر به ولسمشر يو پښتون ميشتي ولايت ته ازبک والي وټاکي. 

نقيب الله فایق چې د عبدالرشيد دوستم نېږدې کس دی، د مشرانو جرګې انتصابي غړېتوب هم ورکړل شوی دی. تر ډېره داسې ښکاري چې مرکزي حکومت فايق راضي کړی دی چې د فارياب له ولايته لاس په سر شي. 

فارياب کې د دوستم پلويانو لاريونونه وکړل، نوي والي سره يې مخالفت وکړ او دوستم په مشرۍ جنبش ګوند د نوي والي ټاکل د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې سره په ټکر کې بللې.