ولسمشر غني وايي چې د جهادي رهبران ښکر په ښکر کېدنې له خلکو جهاد هېر کړ 

روهي (څلورنۍ/۸ د غوايي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د غوايي اتمې ياد د مجاهدينو له خوا کابل کې د اسلامي دولت په نوم د حکومت جوړونې د ۲۹کليزې د مبارکۍ پيغام کې ويلي دي، چې کورنيو جګړو د جهاد خوند خراب کړ. 

د ارګ په خبرپاڼه کې لېکل شوي دي، "د افغانستان ولس له بده مرغه د جهاد تر بریا وروسته داسې سختې او ترخې ورځې تجربه کړې چې د بریا خوند یې تریخ کړ. افغانستان او نړۍ د مجاهدینو تر بریا وروسته د بیارغونې او همکاریو زرین فرصتونه وبایلل او دا غفلت د دې لامل شو چې افغانستان امنیتي، سیاسي او ټولنیز بحران ته لاړ شي او اوږده موده په بین‌المللي انزوا کې پاتې شي."

ولسمشر د غوايي اتمې په اړه خپل د مبارکۍ پيغام کې ويلي دي، هیواد یو ځل بیا په حساسو شرایطو کې دی، اړتیا ده چې له تېرو ترخو تجربو په ګټې اخیستنې، د سولې پروسې په مدیریت کې له تدبیره کار واخلو. دا چې په جهاد کې د خلکو د بریا راز د دوی یووالی او ملي وحدت و، نو د سولې په پروسه کې هم یوازې په یوه او واحد غږ، عادلانه او پایداره سولې ته رسېدلای شوو. 

د ۱۳۷۱ لمریز کال د غوايي په اتمه کابل کې د مجاهدينو حکومت جوړ شو خو تر هغې يې په خپل منځ کې سره کورنۍ جګړې وکړې کله يې چې په ۱۳۷۵ کال طالبانو له خوا ټغر ورټول شو.