د امريکا بهرنيو چارو وزير: زمونږ له وتلو وروسته بې له شکه افغانستان کې د کورنۍ جګړې احتمال شته 

روهي (څلورنۍ/۸ د غوايي)، د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکېن وايي چې که څه هم هيڅ کس او هيڅ خوا په افغانستان کې د کورنيو جګړو لپاره لېوالتيا نه لري، خو چېرې بيا هم د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغان سره جوړ نه شي، نو کورنۍ جګړې بې له شکه دا یوه ممکنه سناریو ده.  

نوموړي د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي،  "هیڅوک هم له یوې نوې کورنۍ جګړې ګټه نه‌شي اخیستی. بې له شکه په دې جګړې کې د افغانستان د خلکو ګټه هم نه‌ده. نه د افغانستان دولت دا غواړي او نه هم طالبان. د افغانستان هیڅ یو ګاونډی هېواد دا نه غواړي. ان د افغانستان هغه ګاونډي هېوادونه او د سیمې هېوادونه چې په تېرو شلو کلونو کې په دغه هېواد کې د اساسي ګټو په لټه کې ول."

انتوني بلنکېن دا هم ويلي دي، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه او هغوی چې د دغه هېواد په موضوع کې دخیله دي، په دغه هېواد کې له خپل نفوذ او ګټو څخه په استفادې باید پرېکړه وکړي چې د لوبې په ډګر کې ټول موارد په پام کې ونیسي.

د امريکايي ځواکونو په وتلو سره تر ډېره د امريکايي چارواکو له خوا افغانستان کې د کورنيو جګړو، وضعيت د خرابېدو او د نظام د چپه کېدو وړاندوينې کيږي، خو افغان حکومت ډاډ ورکوي، چې اوس مهال افغان امنيتي ځواکونه دا وړتيا لري چې د بهرنيو ځواکونو په نشتون کې هم هېواد له بحرانه وساتي.