خليلزاد: ډاډمن يم چې د امريکايانو له وتلو وروسته به اوسنی حکومت ژر چپه نه شي 

روهي (څلورنۍ/۸ د غوايي)، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحدو ایالتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د متحدو ايالتو مشرانو جرګې ته ويلي دي چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان حکومت له خوا د وضعيت د ساتلو په اړه ډاډ لري. 

خليلزاد د امريکا سنا جرګې ته په سپيناوي ورکونه کې ويلي دي چې دی دا ډاډ لري چې اوسنی حکومت به د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته ژر سقوط ونه کړي او وضعيت به مهار کړی شي. 

نوموړي دا خبرداری هم ورکړی دی چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانان يوازې دوه ټاکنې لري؛ يو او بل سره منل او په سوله کې ژوند کول او يا هم اوږد مهاله جګړه. 

له بلې خوا د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړېکو کمیټې رییس باب منندیز ویلي:" باوري یم، که د طالبانو له‌خوا د افغانستان له نیولو وروسته؛ چې د مدني ټولنو د پرمختګونو او د ښځو د حقونو ملاتړو د لاسه تلو لامل شي نو د امریکا مشرانو جرګه به له دغه هېواد سره د همکاریو او په ځانګړې توګه د نړۍوال بانک له مالي ملاتړ نه ملاتړ کوي."

خليلزاد د طالبانو په اړه ويلي دي، که طالبان د یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو په وړاندې خنډ شي او له پوځي لارې واک ته رسېدل غوره کړي، نو دغه ډله به د امریکا، د سیمې هېوادونو او د دغې هېواد د متحدینو له مخالفت سره به مخ شي.