افغانستان کې د کرونا ويروس درېيمه څپه؛ تېرې يوې شپې ورځ کې څو مړه او څو پرې تازه ککړ شوي دي؟ 

روهي (درې نۍ/۷ د غوايي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت خبرداری ورکوي چې هندوستان، پاکستان او ايران کې د کرونا ويروس وروستيو پېښو ته په کتو شوني ده چې افغانستان کې د دغه ويروس درېيمه څپه پيل شي. 

د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر بنسټ تېرې يوې شپې ورځ کې هېواد کې  ۱۴۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او همدا ډول ۱۳ کسان افغانستان کې د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي. 

د عامې روغتيا وزارت وايي چې وروستۍ پېښې افغانستان کې د کرونا ويروس د درېيمې څپې ښوودنه کوي او له خلکو غواړي چې روغتيايي سپارښتنې او لارښوونې پلې کړي.