د خرڅ شوي کور يو مېلېون افغانۍ يې تر وړي او وسله والو غلو دی ووژلو؛ کابل کې د سمیع‌الله زارع  کورنۍ عدالت غواړي 

روهي (دوه نۍ/۶ د غوايي)، تېره ورځ د کابل ښار په برچي دښتې نومي سيمه کې وسله والو غلو د سمیع‌الله زارع په نوم يو سرتيری وژلی او ور سره پيسې ترې وړي دي. 

د سمیع‌الله زارع کورنۍ وايي چې دوی کور خرڅ کړی وو، کله چې سمیع‌الله زارع د معاملاتو لارښوونې دفتر څخه يو مېلېون افغانۍ را واخېستې او د کور په لور وران وو، وسله والو غلو ترې پيسې اخېستي او دی يې وژلی. 

دوی له حکومت غوښتنه کوي چې د سمیع‌الله زارع وژونکي پيدا او قانون دې پرې پلی کړي. د وژل شوي ځوان د کاکا زوی نقیب‌الله فروتن پر حکومت نيوکه کوي او زياتوي چې هره ورځ ځوانان وژل کيږي خو حکومت يې يوازې ننداره کوي. 

د نښلونکو ماينونو چاودنې، وسله والې غلاوې او موخيزې وژنې هغه څه دي، چې د کابل پر ښاريانو يې ژوند تريخ کړی دی.