روهي (دوه نۍ/۶ د غوايي)، د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي له طلوع نيوز تلويزيون سره په خپلې وروستۍ مرکې کې ويلي دي چې کابل ته د پاکستاني پلاوي د تېرې ورځې سفر هيله بښونکی وو. 

داودزی وايي چې پاکستاني سيال (د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی) يې ورته ويلي دي، چې طالبان به د استانبول ناسته کې پايله لرونکې برخه لري، تاوتريخوالی به کموي او همدا ډول به اوربند ته غاړه ږدي. 

پاکستان ته د شيخ عبدالحکيم په مشرۍ د طالبانو د يو پلاوي د سفر په اړه داودزي ويلي دي، چې پاکستاني پلاوي په دې اړه مالومات نه دي ورکړي ځکه چې د طالبانو ياد پلاوی له پاکستاني چارواکو سره نه بلکې له خپلو مشرانو سره ګوري. 

عمر داودزی چې د تېرې ورځې له لېدنې خوښ ويلي دي چې د په مشرۍ راغلي پاکستاني پلاوي ورته ويلي دي، چې دغه ژمنې او خبرې به د دوحې کنفرانس په شروع کېدو سره پلې او عملي کړي.