افغانستان کې د کرونا ويروس درېيمه څپه؛ روغتيا وزارت په بنديزونو غور کوی 

روهي (دوه نۍ/۶ د غوايي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې له هندوستان، پاکستان او ايران وروسته افغانستان کې د کرونا ويروس د درېيمې څپې د خپرېدو شونتيا شته.

د عامې روغتيا وزارت چارسمبال وزير وحيد مجروح وايي چې په دې غور کوي ترڅو هندوستان سره الوتنې، ايران او پاکستان سره د ځمکني تګ - راتګ لارې وتړي. 

عامې روغتيا چارسمبال وزير دا هم ويلي دي چې د هېواد دننه د سترو ناستو، راټولېدونو او تګ - راتګ پر بنديزو هم کار کیږي چې طرحې به يې وروستی شي. 

وحيد مجروح دا هم ويلي دي چې د ولايتونو د عامې روغتيا رئيسانو او نورو ادارو سره په پوره همغږۍ کار کوي، او د احتمالي ګواښونو لپاره پر چمتوالي بوخت دي.