د بندو دروازو تر شا د دوستم او رجب طيب اردوغان ناسته او په اړه يې راپورته شوې  اندېښنې 

روهي (دوه نۍ/۶ د غوايي)، د جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم دوه ورځې وړاندې ترکيه کې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره لېدنه کړې. ويل چې عبدالرشيد دستم او اردوغان له ژورنالېسټانو پرته دوه ساعته شخصي ناسته او خبرې کړې دي. 

پر رسنيو د عبدالرشيد دوستم او رجب طيب اردوغان د ناستې انځورنه خپاره شوي دي خو دا نه دي ويل شوي، چې دوی پر کومو مسايلو خبرې کړې او د بحث اصلي اجنډا يې څه وه.  دوستم ته نېږدې کسان وايي چې ياده ناسته کې د افغانستان  د سولې په اړه د استانبول پر ناسته خبرې او بحث شوی. 

يو شمېر سياسي شنونکي په داسې وخت کې چې ښايي له کوچني اختر وروسته د طالبانو په شمول د ترکيې په کوربتوب د استانبول ناسته تر سره شي، د ولسمشر اردغان او عبدالرشيد دوستم دا ډول شخصي لېدنې د اندېښنې وړ بولي. 

ترکيې سره د عبدالرشيد دوستم ډېر نېږدوالی او پر ترکيې د دوستم نفوذ، ځيني داسې انګېري چې ښايي همدا لامل وي چې طالبانو د استانبول ناسته کې برخه وانه خېستنه  او طالبانو ته به ترکيه  نور يو بې پرې او بې پلوه هېواد نه وي.