له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل او د ګوانتانامو زندان برخليک 

روهي (دوه نۍ/۶ د غوايي)، وروسته له هغې چې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر جوبايډن له خوا له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو او تر سپټمبر مياشتې پوري يې د دغه بهير د بشپړېدو وويل شول، کيوبا کې د ګوانتانامو زندان په اړه هم پوښتنې راپورته شوي دي. 

ګوانتانامو زندان کې يو شمېر افغان طالب بنديانو غوښتنه کړې ده چې کله امريکا خپل پوځيان له افغانستانه باسي نو په کار ده چې دوی هم له دې زندان خوشي او ګوناتانامو زندان وتړل شي. 

د ګونتانامو زندان د تړلو او يا پاتې کېدو په اړه تر اوسه ولسمشر جوبايډن پرېکړه نه ده کړې خو  ويل شوي دي چې دا مساله يې تر غور او مطالعې لاندې ده. 

د امريکا په پارلمان کې ډېر استازي له ولسمشر جوبايډن غوښتي دي، چې دغه زندان دې وتړي. له دې وړاندې بارک اوباما هم د ګوانتانامو زندان د تړلو ويلي وو، خو دا کړنه يې تر سره نه کړه.