يو شمېر هلمنديان: د امنيه قومندان لېدو ته ورغلي وو؛ لومړی يې راته ښکنځل وکړل او بيا يې راباندې ډزې وکړې

روهي (دوه نۍ/۶ د غوايي)، د هلمند ولايت يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د دغه ولايت امنيه قومندان  ولي جان سرحدي، له ځايي قومي مشرانو، ديني عالمانو او هغه کسانو سره چې د يو شمېر ستونزو په پار نوموړي ته ورغلي وو، ناوړه چلند شوی. 

هلمنديانو چې په همدې پار يې لاريون کړی، زياتوي چې د امنيه قومندان لېدنې ته ورغلي وو؛ امنيه قومندان غوسه کيږي، لومړی ورغلو کسانو ته ښکنځل کوي او بيا وروسته پرې ډزې کوي. 

دوی زياتوي چې امنیه قومندان ولي جان سرحدي د قومندانۍ دننه پوليسو ته په ورغلو خلکو د ډزو امر کوي، چې له امله يې يو کس وژل شوی او يو بل ټپي شوی هم دی. تر اوسه د هلمند امنيه قومندان او ولايتي ادارې د يادې موضوع په اړه څه نه دي ويلي. 

يو شمېر هلمنديانو په دې اړه لاريون کې د امنيه قومندان د ګوښه کېدو ويلي، خو تر اوسه د موضوع د پېښېدو اصلي لامل مالوم نه دی او نه هم د هلمند ولايتي ادارې د ځينو هلمنديانو د دغه ادعاو په اړه سپيناوی ورکړی. 

مشرانو جرګې کې د هلمند ولايت يو شمېر غړو دغه موضوع عمومي ناسته کې شريکه کړې او د جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار ويلي دي، چې په دې پار به پلاوی وټاکي؛ موضوع به له ولسمشر غني او ملي امنيت شورا سلاکار سره شريکه کړي.