د (CIA) اندېښنو، د ویلیم برنز پښه تر کابله را وکاږله!

د امریکا د پټو استخباراتو اداره یا (CIA) یو له هغو امریکایی بنسټونو څخه دی چې د افغان ـ امریکا جګړې د پایته رسېدو له امله خورا سخته اندېښمنه دی.

د جاسوسۍ او نظامي جګړو دا آداره د آیس ریاست د مالوماتو له مخي لږ تر لږه په افغانستان کې د چین، روسیې او ایران د څار په موخه ۲۲۰۰۰ قراردادیان او ۱۷ د اطلاعاتو او عملیاتو داسي مرکزونه لری چې لوی شمیر یې د افغانستان په شمالي او سرحدی سیمو کې پراخ څارګریز فعالیتونه کوی.

د دې ترڅنګ د اسرایيلو او بریټانیا د موساد او اېم ۶ استخباراتي ادارې هم د امریکایی استخباراتو ترڅنګ د ایران، چین او مرکزی اسیا هېوادونو د کنټرول او په ځانګړې توګه په ایران او مرکزی اسیا هېوادونو کې د تخریبی او ترهګریزو کړنو په موخه هوایی او ځمکني شتون لری.

مګر په دوحه کې د افغان ـ امریکا جګړې د ختمولو په پار د طالبانو سره د امریکا د سولي هوکړه چې د امریکا او متحدینو د نظامي ځواک ترڅنګ د دوی هر ډول نظامي او استخباراتی شتون پایته رسول غواړی ـ حتا د امریکایی قراردادیانو ایستل هم پکې واضح شوی ـ دې چارې (CIA) له لوی سرخوږی او سیاسي استخباراتي جنجالونو سره لاس او ګریوان کړې.

د بایډن ادارې د طالبانو سره د امریکا د مخکني حکومت د سولې هوکړې د ارزولو پرمهال په طالبانو خورا زیات فشارونو راوړل چې په پټه دې د دوی د استخباراتي فعالیتونو منلو ته تیار شي ـ هغه چې په بدل کې یې د ژر تر ژره، بی جنجاله او د طالبانو په خوښه د کابل د واک سپارلو وړاندېزونه هم د دریو میاشتو ترمنځ هم پدغه پکیج کې شامل وو.

مګر طالبانو له خپل مشرتابه سره تر سلاء مشورو وروسته دا وړاندیز رد کړل او د دوحی د هوکړي په بی قید او شرطه عملی کولو یې ټېنګار کړې.

تازه کابل ته په یوه ناڅاپی او نا اعلان شوی سفر کې د ( CIA ) د مشر ویلیم برنز راتګ هم د همدې اندېښني د حل او د جاسوسۍ د دغه سازمان له فساد او کساته ډک شتون دوام ته د ممکنو شرایطو چمتو کول کېدای شي.

البته د یادونې وړ دی چې هندیان د خپلو رابطو او اغیزی له مخې د ( CIA ) پدغه ماموریت کې غوښنه همکاری لری او ګمان دا دی چې د جمعیت او جنبش ګوند په ګډون به د شمالی شورا او یوشمیر تنظیمي پاټکیان یوځل بیا لکه د ۱۹۹۰ کلونو د امریکا پدغه استخباراتي ماموریت کې همکاری وکړی او لږ تر لږه د پنجشیر، تخار او جوزجان ترمنځ به امریکایی استخبارات افغانستان د یوه څار برج په توګه د چین، روسیې او ایران پر خلاف وکاروی.

ولې زموږ غږ په ټولو افغان غاړو دا دی چې د تاریخ له بیا ـ بیا تکراره دی عبرت واخلی، په پردو د تکیی پرځای دی یو او بل وزغمي، د سولې راغلی تاریخی چانس دی نه ضایعه کوی او په لوی لاس دې افعانستان د ختېځ او لویدېځ د ټکر تقاطع نه ګرزوی.