عدم تشدد، که د غلامۍ زرین دام

ګاندی او لعل نهرو د عدم تشدد په نوم نه بلکي د هندی انقلاب په مټ براعظمګي ( هند ) له بریټانوی ښکېلاکه ازاد کړل، شیخ مجیب الرحمان د بنګالي ملت په سرښندنو او د پنجابی یوغ په وړاندې د درېدو له لاری نه یوازی خپل قام آزاد کړل بلکي د خپلواک بنګال وطن، ملت او هویت بنسټ یې هم کېښود، نیلسن مانډیلا چې د عدم تشدد سرلاری بلل کیږی، کله چې یې ولیدل چې د سویلي افریقا اروپایی نژاده د اپارټیډ رژیم ته د سولې او سړېتوب منطق محکومیت ښکاری، نو وسلي ته یې لاس کړل او د ( ملت د نیزې ) تر عنوان لاندی یې داسې نظامي سازمان جوړ کړل چې په سویلي افریقاه کې د پیړیو جبر، استبداد، استعمار او نژادی برترۍ تور رژیم یې په څو کلونو کې اړ ایستل چې د ۱۳ میلیونه تور پټکیو افریقایانو نژاد، انسانی حقونه او انقلابي غوښتني ومنې. همدارنګه په نړۍ کې ټولي هغه پرګنې، قامونه، نژادونه او ولسونه چې نن د عزت، وقار او هویت څښتنان دی، دوی له چا څخه لکه د باچاخان د ټګانو او لټانو په زاریو، سازونو، سندرو، اتڼونو او د سات تیری په نمایشې پرلتونو دا حقونه نه دې ترلاسه کړې، بلکي سرښندني یې کړې، د غلیم مور یې پرې بوره کړې او د وخت د نیواک او ښکېلاک کږې خولي یې په سوکانو ور سمي کړې.

هغه مهال چې ایپی فقیر او نورو اسلامپاله او ملتپالو مبارزانو په فرنګ او ابن غلام پنجاب یې د وزیرو، مسیدو، اپریدو او داوړو په غرونو کې میندی بورولي او نږدی وو چې په ګورویک کې د خپلواک پښتونیستان حکومت اعلان کړی، د عدم تشدد لټانو او په ځانګړي ډول باچاخان په هند کې له هندوانو، سیکانو او د کانګریس له نورو هندو ملتپالو سره ستراتیژیک فرصت او وخت د عدم تشدد په خیالی او هوایی ډوزو تیراوو.

هېڅ کره او دقیق تاریخی لاسوندونه نشته چې پدی مهال دی باچاخان له فرنګ سره د عملی مبارزی په ډګر کې د محکوم افغانستان سیمو ته لکه وزیرستانونو ته تللی وی او هلته دی له غرنیو او ریښتوني غورځنګونو سره یوه ورځ هم واقعی او عملی مبارزه کړې وی.
پدې اړوند باچاخان ته د بنګلادیش د بنسټګر او لوی مبارز شیخ مجیب الرحمن دا سپارښتنه د یادوني او زموږ د استدلال او منطق د تایید وړ دی چې لیکي:

عبدالغفار صاحبه!
داخبره دې له غوږو وباسه چې پنجابى به تا ورور وګڼي لکه اوس چې دراولپنډۍ، کراچۍ، لاهور او بنګلور د ماڼيو چوکيدار يې همداسې به چوکيدار پاتي شي.

مګر يا له خپل افغان ورور سره ګډ کور جوړ کړئ يا دورور په مرسته ځان ته کور جوړ کړئ.

نن هم د پښتون ژغورنې د بی هدفه غورځنګ مخکښان د دې پرځای چې د لوی افغانستان د تاریخی داعیي اړوند مالوم دریځ او قرار کردار ولری او یا د پنجاب څخه د خپل حق د غوښتلو لپاره واضح او تعریف شوی واقعي دریځ او لر لید ولری، د پښتون قام ځواک، آرمان او انرژی په یوه بي هدفه، خیالی او ورځچارې لار یې لګوی او د تاریخ په ایکسپایر مفکورو، چلیپا شعارونو او خیالي مزلوونو یې مصرفوی.

دوی د پنجاب سره د دښمني پرځای د ملاپیوند له آرمان او ځایناستو ملا او طالب سره په جګړه دې، دوی د افغان کمونیستو واکمنو اردتمندان دی، دوی د پنجاب د ځیره خواره ملا مولانا فضل الرحمان، سمیع الحق او نورو سره دوستان ولی د ملا حضرت میرزاعلی خان د ځایناستو او مبارزو سپکاوی کړې.

هغه چې د دوی د عدم تشدد د خیالی او چلیپا فلسفو پایله بیا د پنجاب هتکړۍ، زیندانونه، وحشتونه او روان سپین سترګي فرنګی جبر او جنایت دی.

او هو د دی ټولو فرصت سوځوونو، د پنجاب د راج، د لوی افغانستان د ارمانونو د ماتېدو او د پښتانه د نن بد حالت مسوولیت همدغو د عدم تشدد لټانو او ټګانو پر غاړه دی.

د فرانسې د ۱۷۸۹ ز کال له انقلابه نیولی تر ټولو انقلابي حرکتونو او دامریکا د جورج واشنګټن د امریکا د اتحاد او آزادۍ تر جګړې پورې ټول بدلونونه د ملتونو د قاطع او زړورو ګامونو محصول دی، نه د شعاری او ورځچارو خیالی مفکورو او د رومانونو تر خوبونکو د ماشومانو کیسو.

ځکه هم زه په دې باور یم چې د عدم تشدد مبارزی تپل په پښتانه باندې، یوه انګریزی او استخباراتی هڅه او د زرینې غلامۍ دام دی.