هرات والي وحيد قتالي: د طالبانو د وسلو په يو ډيپو کې چاودنه شوې 

روهي (يوه نۍ/۵ د غوايي)، هرات والي سيد وحيد قتالي وايي چې نن ورځ د دغه ولايت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو د وسلو په يوې ډيپو کې چاودنه شوې ده، چې طالبانو ته په کې مرګ - ژوبله اوښتې ده. 

د هرات د ولايتي مسوولينو په وينا چې پېښه  پښتون زرغون ولسوالۍ په مارآباد نومي کلي کې شوې ده، چې سل کسان په کې وژل شوي دي. 

طالبانو تر اوسه د هرات د ولايتي ادارې د دغه خبر په غبرګون کې څه نه دي ويلي.