افغان ځواکونو ته د سکاټ مېلر ډاډ: مونږ وځو، خو د وړتيا لرو چې له لېرې واټن هم ستاسې ملاتړ وکړو 

روهي (يوه نۍ/۵ د غوايي)، افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پوځي اډو د خالي کولو بهير پيل شوی دی او دغه پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارل کيږي. 

نوموړي چې نن ورځ يې کابل کې په يوې رسنيزې ناستې خبرې کولې ويلي دي چې هغه ټول پوځي اډې چې اوس مهال  په کې امريکايي او نورو بهرني ځواکونه مېشت دي، افغان ځواکونو ته سپارل کيږي. 

جنرال سکاټ مېلر د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته به هم مونږ له افغان ځواکونو سره همکاري ولرو او امريکايي ځواکونه دا وړتيا لري چې له لېرې واټن د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي. 

افغان چارواکي په دې باور دي او په ډاډ سره وايي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته افغان امنيتي ځواکونه دا بشپړه وړتيا لري چې له هېواد دفاع وکړي خو د امريکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنت مک کنزي بيا د افغان ځواکونو په وړتيا شک ښودلی او ويلي دي چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو د له منځه تللو شونتيا شته.