فرانس ۲۴: د کرونا له ويرې روغتون کې بستر وو؛ بغداد کې اور لګېدنې په کرونا ککړ ۲۳ کسان مړه او لسګونه سوځلي دي 

روهي (يوه نۍ/۵ د غوايي)، تېره ورځ د عراق پلازمېنه بغداد کې د  ابن الخطیب په نوم روغتون کې چې د کرونا ويروس د ناورغانو لپاره ځانګړی شوی دی اور لګېدلی وو، چې ۲۳ کسان په کې مړه شوي او په لسګونه نور ټپيان دي. 

د اور وژنې او له اور ژغورنې ډلو ويلي دي چې  په ياد روغتون کې ۱۲۰ کسان بستر وو، چې له ډلې يې ۹۰ کسان ژغورلي خو يو شمېر په کې يو ځه سوځېدلي دي. 

ويل کيږي چې د اور لېګدنې وروسته په روغتون کې شته د مصنوعي اکسېجن ډبو چاودنې کړې دي، چې د اور د زياتېدو لامل شوی. عراقيان پر حکومت پر غوسه دي چې بې پروايي کوي. 

د عراق لومړي وزير مصطفی الکاظمي هم پر پېښه خواشيني ښوودلې ده او ويلي دي چې د عراق روغتيا وزارت او د ياد روغتون پر ادارې به فشار راوړي چې د دغه ارولګېدنې لاملونه او هغه چې دې برخه کې يې بې غوري کړي پيدا کړي او قانون به پرې پلی کړی. 

د عربي نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله عراق هغه هېواد دی چې د کرونا ويروس پېښې په کې لوړې دي. عراق کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر تر يو مېلېون هم اوښتي دي.