۲۴ ساعتونو کې ۲۸۰۰ کسان مړه شوي؛ روغتونونو کې اکسېجن نشته؛ د هند روغتيا وزير له خلکو غوښتي چې صبر او حوصله دې وکړي 

روهي (يوه نۍ/۵ د غوايي)، تېره ورځ هم هندوستان کې مرګونې او بګنونکې وه. له ۲۸۰۰ ډېر کسان د کرونا ويروس له امله هند کې مړه شوي او ۳۴۸ تازه پېښې ثبت شوې دي. 

د هندوستان په ډېری روغتونونو کې اکسېجن خلاص شوی، د اکسېجن د توليد شرکتونه په ډېر شمېر بالونونه توليدوي، خو د زياتې تقاضا پر بنسټ بيا هم د طبي يا مصنوعي اکسېجن کمښت ډېر دی. 

همدا ډول په روغتونونو کې د ناروغانو لپاه د بستر ځايونه نشته؛ په يو بستر کې دوه - درې ناروغان اچول کيږي او ډېری ناروغان د روغتونونو دننه مري. 

له دې ټولو  ستونزو سره - سره د هندوستان د روغتيا وزير اپرنا نیار له خلکو غوښتي دي چې له زغم او صبر څخه کار واخلي؛ هڅه دې وشي چې خلک کورونو کې پاتې شي او د هرې لوی او کوچنۍ ستونزې لپاره روغتونونو ته لاړ نه شي.