۲۵ ولايتونو کې يو ځای پيليږي؛ د کانکور لومړي پړاو ازموينه راتلونکې پنځه نۍ اخېستل کيږي

روهي (يوه نۍ/۵ د غوايي)، د ازموینو ملي ادارې  د مالوماتو پر بنسټ ټاکل شوې ده چې راتلونکې پنځه نۍ يا د غوايي مياشتې اتمه نېټه د هېواد په ۲۵ ولايتونو کې د کانکور د لومړي پړاو ازموينه واخېستل شي. 

د ازموینو ملي ادارې مشر پوهاند عبدالقدیر خموش په وینا سږ کال یې د قوي تدابیرو په صورت کې په لومړي ځل په پراخه کچه د کانکور ازموینه تنظیم کړې چې په لومړۍ مرحله کې به د ۲۵ ولایتونو ازموینه په یو وخت واخلي.

نوموړي وویل سږ کال ازموینه په دریو دورونو کې اخیستل کیږي چې لومړی دور یې د ثور/غویې په ۸ پیل کیږي او په درې ورځو کې به بشپړ شي. هغه زیاته کړې نن د لومړي دور ازموینې د بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه په ټولو ولایتونو کې په منظم ډول پیل شوې او درې ورځې دوام کوي.

لومړي پړاو کې د سمنګان، سرپل، غور، نیمروز، بادغیس، فراه، نورستان، پکتیکا، دایکنډي، زابل، ارزګان، هلمند، کندهار، بامیان، وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، کاپیسا، پنجشیر، لغمان، کنر، پروان، ننګرهار او بغلان ولایتونه شامل دي.