د سرور دانش د وژنې پلان جوړ وو خو ملي امنيت خنثی کړی 

روهي (يوه نۍ/۵ د غوايي)، د ملي امنيت عمومي رئيس احمد ضيا سراج تېره ورځ په يوې امنيتي ناستې کې ويلي دي، چې هغه نهه کسيزه ډله يې نېولې ده، چې د ولسمشر پر دويم مرستيال سرور دانش يې د بريد پلان درلود. 

سراج په يادې خبرې ناستې کې چې نورو لوپوړو امنيتي مشرانو هم په کې برخه اخېستې وه ویلي، "موږ درې څلور ورځې وړاندې یوه ترهګریزه ډله ونیوله چې د افغانستان د جمهور رئیس په دوهم مرستیال یې د برید پلان درلود، ددې ډلې ۹ کسان نیول شوي دي."

نوموړي په دې اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي او دا هم نه دي ويل شوي، چې دغه کسان د چا اړوند وو. د يادونې ده چې څو مياشتې وړاندې د ولسمشر پر لومړي مرستيال امرالله صالح برید وشو، خو دی ترې ژوندی ووت.