له ديرش کلن ځنډ وروسته کابل کې مرکزي سيلو بيا خپل فعاليت پيلوي 

روهي (يوه نۍ/۵ د غوايي)، کابل کې د مرکزي سيلو رئيس وايي چې له ديرش کلن ځنډ وروسته به په نېږدې وخت کې د سيلو چارې او فعاليت بيا پيل شي. مرکزي سيلو له نن ۶۵ کاله وړاندې جوړه او دا ديرش کاله يې فعاليت فلج شوی وو. 

د مرکزي سيلو مشر عتیق‌الله بیقرار رسنيو ته ويلي دي چې د سيلو د ډوډۍ پخولو دوه ستر داشونه بيا فعال شوي دي او په دې سره به ژر خپل فعاليت پيل کړي. 

په تېر کې، مرکزي سيلو دولتي ادارو او پوهنتونونو ته ډوډۍ پخولې؛ دغه سيلو په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۲ ټنه ډوډۍ د پخولو او ورکولو وړتيا درلوده. 

ديرش کاله وړاندې چې هېواد کې کورنۍ جګړې نه وې پيل شوې د مرکزي سيلو د کارمندانو شمېر له دوه زره ډېر وو، خو اوس مهال يوازې ۱۳۳ کسان په دې سيلو کار کوي.