له هندوستانه په عبرت؛ روغتيا وزارت هېواد کې د کرونا ويروس د نوې څپې خبرداری ورکړی 

روهي (نۍ/۴ د غوايي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت خبرداری ورکوي چې په ګاونډيو هېوادونو کې د کرونا ويروس چټکه خپرېدا شونې ده چې تر افغانستان هم را ورسيږي. 

عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې په دې وروستيو څو اوونيو کې په ايران، هندوستان او پاکستان کې د کرونا ويروس پېښې زياتې شوې دي او دا چې افغانان دغه هېوادونو او په ځانګړي ډول پاکستان او ايران ته ځمکنی تګ - راتګ لري، نو شونې ده، چې په کم وخت کې د کرونا نوې څپه افغانستان ته را ورسيږي. 

عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي دي چې هر وخت دا شوني ده چې افغانستان د کرونا ويروس له يوې بلې او شديدې څپې سره مخ شي، نو په کار ده چې خلک په جدي ډول روغتيايي لارښوونې پلې کړي. 

په دې وروستيو دوه اوونيو کې په هندوستان کې د کرونا ويروس له امله زرګونه کسان وژل شوی او په سلګونه زره نورې پرې هره ورځ اخته کيږي. د هندوستان روغتونونه د ناورغانو له درلمني عاجز شوي دي.