راپور: تېره ورځ هندوستان کې په هرو پنځو دقيقو کې په کرونا ويروس  ککړ يو کس مړی شوی

روهي (نۍ/۴ د غوايي)، رويټرز رسنۍ راپور ورکړی دی چې تېره ورځ په هندوستان کې په هرو پنځو دقيقو کې يو کس د کرونا ويروس له امله مړه شوی. د رويټرز د راپور پر بنسټ کرونا په هندوستان کې په شدت وړاندې ځي او د تلفاتو شمېرې يې لوړې شوې دي. 

تېره ورځ ټو هندوستان کې د کرونا ويروس ۳۳۳۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي؛ د دغه هېواد روغتونونه د ناروغان لپاره د ځای، بسترونو، اکسېجن او نورو روغتيايي وسايلو له سخت کمښت سره مخ دي. 

پلازمېنه نوي ډيلي کې روغتونونه له خلکو ډک دي او ډېری خلک ځوابيږي چې په کورونو کې دغه ناروغي تېره کړي. د پلازمېنې خلک پر حکومت سختې نيوکې کوي، چې وې نه شول کولی چې په دې سخت بحران کې د خپلو وګړو لاس نېوی وکړي. 

له بلې خوا دغه سخت بحران کې هندوستان يوازې پاتې دی. د روغتيانړيوال سازمان يوازې دا ويلي چې هندوستان کې د شته وضعيت په اړه اندېښنه لري او خلک بايد ټولنيز واټن مراعات کړي؛ د امريکا حکومت ويلي دي چې هندوستان سره د مرستو پلان لري، خو تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی.