د نهه مېلېونه مکعب متره اوبو د خوندي کېدو وړتیا لري؛ شکر درې کې ولسوالۍ کې (شاه او عروس) بند به ژر پرانېستل شي 

روهي (نۍ/۴ د غوايي)، کابل والي وايي چې له يوولس کاله ځنډ وروسته به په نېږدې وخت کې د کابل ولايت شکر درې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند پرانېسته وشي او ګټې ته به وسپارل شي. 

د مسوولينو په وينا شکر درې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند چارې يوولس کاله وړاندې پيل شوې وې، خو د بېلا بېلو لاملونو بر بنسټ څو ځلې له خنډ - ځنډ سره مخ شوې. د شکر درې ولسوال وايي چې د يوې څو اوونيو دننه د دغه بند پرانېسته کيږي. 

د شکرې درې ولسوال ګوهرخان بابری وايي چې دغه بند د نهه مکعب متره اوبو د خوندي کولو وړتيا لري او به کولی شي چې ۳ زره هکټاره ځمکې خړوبې کړي. 

پر دغه بند پنځوس مېلېونه امريکايي ډالر خرڅ شوی دی، چې د ځمکو له خړوبولو وراېخوا، ۱،۲ ميګا واټه برېښنا هم توليد کړي.