
روهي (نۍ/۴ د غوايي)، امريکايي رسنيو ويلي دي چې د متحدو ايالتو پوځ افغانستان ته د زر پوځيانو او شپږ B-52 جېټ الوتکو ويلي دي. ټاکل شوې ده چې په نېږدې وخت کې به دغه پوځّيان او الوتکې افغانستان ته ورسیږي.
رسنيو د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي، چې دغه زره پوځيان به له افغانستانه د امريکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهير کې مرسته وکړي او د هر شوني بريد پر وړاندې به له شپږ B-52 جېټ الوتکو ګټه پورته شي.
همدا ډول د امريکا مرين يا بحري پوځ يوه ستره الوتکې وړونکې کښتي په خليج کې ځای پر ځای کړې ده، چې د اړتيا په وخت کې به ترې کار واخېستل شي.
د جوبايډن د پرېکړې اړوند له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير په مې مياشت کې پيليږي او د ډسپټمبر تر ۱۱مې نېټې پوري به دوام وکړي.