
روهي (جمعه/۳ د غوايي)، د (ايدهي بنسټ - Edhi Foundation) په نوم يوې خيريه ادارې د هندوستان حکومت ته په يوې ليک کې لېکلي دي، د کرونا ويروس وبا د مهار کولو لپاره تيارو يو چې مرسته درسره وکړو.
دغه ادارې د هندوستان حکومت ته وړانديز کړی دی چې پنځوس امبولانس او د هغوي کارمندان به ورته ولېږي، ترڅو هندوستان کې د کرونا ويروس د خپور شوي بحران د مهار برخه کې مرسته وکړي.
دغه ليک د هندوستان د لومړي وزير نرېندرا مودي په ادرس لېکل شوی دی او په کې ويل شوي دي چې دوی دغه کار د انساني همدردۍ او يو ګاونډي هېواد په توګه کوي.
ايدهي بنسټ د هندوستان حکومت څخه هيله ښوودلې ده چې دغه وړانديز يې ومني او د دوی سټاف اجازه ورکړي چې هندوستان ته لاړ او هلته خلکو سره مرستې تر سره کړي.