غزني کې د ولسواليو دوه امنيه قومندان ووژل شول؛ د ناوې امنيه قومندان د ده يک امنيه قومندان جسد راوړلو، خو خپله هم ووژل شو 

روهي (جمعه/۳ د غوايي)، د غزني ولايتي ادارې رسنيو ته ويلي دي چې د يو شمېر پوليسو په شمول د دغه ولايت د ده يک او ناوې ولسواليو امنيه قومندان د وسله والو په بريدونو کې وژل شوي دي. 

په دوه بېلا بېلو چاودنو کې د ده يک ولسوالۍ امنيه قومندان جاويد او همدا ډول د ناوې ولسوالۍ امنيه قومندا رحمت الله مبارز وژل شوي دي. 

د غزني ولايتي مسوولينو رسنيو ته ويلي دي چې رحمت الله مبارز د ده یک ولسوالۍ د امنیه قومندان جاوېد د مړي راوړلو لپاره تللی و چې ستنېدو کې چاودنه پرې وشوه.

له بلې خوا د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده رسنيو ته ويلي دي چې په يو هوايي بريد کې پنځلس وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.