جنرال مک کنزي: د افغان ځواکونو راتلونکي ته اندېښمن يم؛ که مونږ نه وو دوی به څه کوي؟ 

روهي (جمعه/۳ د غوايي)، د امريکا متحدو ايالتو د پوځ مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنت مک کېنزي د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو د راتلونکي په اړه اندېښنه ښوودلې ده. 

نوموړي د امريکا متحدو ايالتو مشرانو جرګې يا سنا ته ويلي دي چې که چېرې امريکايي ځواکونه له افغانستان بهر شي نو ښايي افغان ځواکونه دا وړتيا ونه لري، چې اوس مهال تر کنټرول لاندې سيمې وساتل شي. 

دغه امريکايي جنرال ويلي دي چې افغان ځواکونو له دوه لسيزو راهيسې په دې عادت شوي دي، چې په سخت وضعيت کې امريکايي او د ناټو نورو غړو هېوادونو ورسره مرستې کولې، اوس که مونږ بهر شو، نو دوی به څه کوي؟ 

جنرال مک کېنزي سناتورانو  ته ويلي، "موږ اوس په افغانستان کې د ملاتړ، مشورې ورکړې او همکارۍ ماموریت پای ته رسوو. موږ په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو دوام لپاره د پلان جوړونې په هڅه کې یوو. چې افراط پاله سازمانونه چې په افغانستان کې د خپل پایښت په لټه کې دي، تر دوامداره فشار او څارنې لاندې وي."

دغه لوړپوړي امريکايي جنرال د افغان ځواکونو د وړتيا په اړه اندېښنې په داسې وخت کې شريکې کړې دي، چې افغان حکومت ډاډ ورکړی چې که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، نو افغان ځواکونه د جګړې او له هېواده د دفاع بشپړه وړتيا لري.