محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په کندهار کې د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکو او زیانمنو شویو سره وکتل. د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح هم په دې ناسته کې ګډون درلود.
ولسمشر محمد اشرف غني د ارغنداب خلکو د خبرو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته یو وار بیا د ارغنداب خلکو، زیانمنو شویو او بې ځایه شویو کورنیو سره خواخوږي وکړه او وې ویل، د ارغنداب غم د ټول افغانستان غمیزه ده.
نوموړي د مالیې، کلیو پراختیا، کرني او مالدارۍ وزارتونو مسوولینو ته د ارغنداب ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه د لازمو لارښوونو پر مهال ټینګار وکړ چې په ملي دسترخوان او ولسي تړون پروګرام کې دې د ارغنداب ولسوالۍ خلکو ته لومړیتوب ورکړل شي.
وروستي