عباسي: پاکستان نړۍ کې يوازېنی هېواد دی چې د کرونا ويروس واکسين خلک په شخصي پيسو او بوره په تذکرو اخلي 



روهي (پنځه نۍ/۲ د غوايي)، د پاکستان پخواني ولسمشر او د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان مسلم ليګ ګوند مشر شاهد خاقان عباسي، د عمران خان پر حکومت توندې نېوکې کړې دي. 

عباسي لېکلي دي، چې عمران خان بايد زندان ته واچول شي؛ پاکستان کې د بورې بيې لوړې او احتکار په کې کيږي، د عمران خان په شمول د کابينې نور لوړ پوړي وزيران پاکستان کې د بورې تجارت کوي. 

 شاهد خاقان عباسي دا هم ويلي دي چې پاکستان  نړۍ کې هغه يوازينی هېواد دی، چېرته چې د کرونا ضد واکسين پر خلکو خرڅيږي او خلک اړ دي چې د پيسو په مقابل کې له حکومت دغه واکسین واخلي. 

نوموړي د پاکستان د حساب ورکونې ملي ادارې څخه غوښتي دي، چې ټول هغه کسان چې له حکومتي دندو په ګټې فساد کوي، پيدا او زندانونو کې واچوي. 
 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
news
علمي او معلوماتي

ځمکه له فضا څنګه ښکاري؟ 

Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ