قريشي: مونږ او ايران د همکارۍ، ورورۍ او دوستۍ اړيکې پيل کړې 

روهي (پنځه نۍ/۲ د غوايي)، د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي چې د بل هر وخت په پرتله اوس مهال د پاکستان او ايران ترمنځ اړيکې ښې او د دوستۍ شوې دي. 

شاه محمود قريشي وايي چې ايران ته يې د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د ايران ولسمشر حسن روحاني سره لېدلي او روحاني ورته ويلي دي، چې په د بل هر وخت څخه ډېره په دې تېرو دوه نيمو کالونو کې د ايران او پاکستان اړيکې ژورې او پراخه شوې دي. 

د پاکستان جيور نيوز رسنۍ د شاه محمود قريشي له خولې لېکلي دي، چې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه هم ايران او پاکستان سره په يوه خولې دي او دې برخه کې اجماع لري. 

پاکستان په داسې وخت کې له يو بل ګاونډي ايران سره د ښو اړيکو وايي، چې افغان حکومت په تېرو شلو کالونو کې د افغانستان د شخړې تر شا د پاکستان ژور لاس بولي.