روهي (څلورنۍ/۱ د غوايي)، افغان حکومت د استانبول کنفرانس ځنډېدو ته غبرګون ښوودلی دی او پړه يې د طالبانو پر غاړه اچولي. د استانبول کنفرانس له کوچني اختر وروستته جوړيږي.
تېره ورځ د ترکيې بهرنيو چارو وزارت د ياد کنفرانس د ځنډېدو اعلان وکړ. رويټرز لېکلي وو چې ياد کنفرانس ځکه ځنډېدلی دی، چې طالبانو ور سره پرېکون کړی وو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مشر ډاکټر فضل محمود فضلي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې جمهوريت هر وخت د سولې لپاره تياری لري او د سولې لپاره قرباني ورکوي.
نوموړي لېکلي، "جمهور رئیس د کنفرانس عمومي اصولو ته په درناوي حتی د سولې حکومت یوه طرحه هم وړاندې کړه او د افغان وژنې درولو په موخه یې د هر هغه شرط منلو لپاره غاړه ایښې چې نتیجه یې پایداره او با عزته سوله وي. د جمهوریت استازي په هر وخت او هر ځای کې مذاکرې ته تیار دي."
له بلې خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته ويلي دي، چې مقابل لوري (افغان حکومت) تل سولې ته خنډونه پیدا کړي او حکومت يې د سولې په نه تر سره کېدو ملامت کړی.
وروستي