هندوستان کې د کرونا بحران: خلک د مړو سوځولو ته نوبت نيسي

روهي (څلورنۍ/۱ د غوايي)، د کرونا دويمې څپه اوس مهال د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله هندوستان کې تېزه او په چټکۍ سره روانه ده؛ په دې وروستيو کې په سلګونه زره نوې پېښې ثبت او زرګونه کسان مړه شوي. 

په دې وروستيو کې د مړينې شمېرې ډېرې شوې دي، خلک د خپلو مړو د جسدونو د سوځولو او يا ښخولو لپاره نوبت نيسي. دغه هېواد کې د کورونا له اړخه د مړینو ورځې کچه نږدې زر تنو ته رسېدلې ده.

بي بي سي پونې ښار کې د يو دولتي کارمند له خولې لېکلي، "هر ورځ باید له ۵۰ تر ۶۰ اجساد وسیځو. [د اجسادو د ساتلو لپاره] یوازې شپږ یخچالونه لرو، خو ډېر زیات مړي راوړل کېږي. خلک اړ دي چې د خپلو خپلوانو له اجسادو سره بهر منتظر پاتې شي."

د هندوستان حکومت يوه اوونۍ په دغه هېواد کلک ګرځبنديز اعلان کړی دی او  لومړي وزير نرېندرا مودي د وبا د مهار لپاره ځانګړې ناستې رابللې.