هزاره وکيل مهدي راسخ: امنيتي ځواکونو زما د ترور او وژنې پلان درلود 

روهي (څلورنۍ/۱ د غوايي)، په ولسي جرګه کې د وردګ ميدان ولايت استازي مهدي راسخ ادعا کوي، چې تېره ورځ بهسود ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د نوموړي د وژنې او ترور پلان درلود. 

نوموړی تېره ورځ د عامه نظم د ګډوډولو په تور بهسود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا ونېول شو، چې يو له يو څو ساعته څار وروسته بېرته خوشی شو. 

راسخ  نن ورځ د ولسي جرګې په  عمومي ناستې کې ويلي دي، چې افغان ځواکونو پرته له کوم څرګند لامل د هغې پر موټر ډزې وکړې او پلان يې دا وو، چې دی ووژني. 

دغه وکيل نن ورځ د ولسي جرګې په ناستې کې ويلي دي، چې پر ده د عملياتو مشر قومندان ورته ويلي دي چې د ملي دفاع وزارت لوی درستيز جنرال ياسين ضيا ورته د دغه عملياتو امر کړی وو، خو ملي دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

دغه وکيل ولسي جرګې ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرې ده باندې شوی بريد او د تېرې ورځې پېښه په جدي ډول ونه څېړل شي، نو د ولسي جرګې له غړېتوب به استعفا ورکړي.