د چاد ولسمشر (ادریس دیبي) د جګړې لومړۍ کرښه کې ووژل شو 

روهي (څلورنۍ/۱ د غوايي)، د افريقایی چاد هېواد ولسمشر ادریس دیبي تېره ورځ د جګړې په لومړۍ کرښه کې له ټپي کېدو وروسته روغتون کې ومړ. د وژل شوي ولسمشر زوی، محمد ادریس دیبي اتمو، د چاد لنډمهاله ولسمشر ټاکل شوی دی. 

ادریس دیبي نېږدې دېرش کاله وړاندې د پوځي پاڅونونو له لارې چاد کې واک ته ورسېد. دی له کالونو په کورنۍ جګړې کې کوو او هلته بنسټپاله اسلامي ډلې يې د حکومت مخالفت کوي. 

ادریس دیبي له لوېدېځې نړۍ سره ښې اړيکې درلودې او د بنسټپاله ډلو پر وړاندې جګړو کې لوېدېځې نړۍ له ادریس دیبي ملاتړ کولو. فرانسې، متحد ايالتو، انګلستان او نورو هېوادونو د د نوموړي پر مړينې خواشيني ښوودلې. 

ادریس دیبي عموماً د جګړې لومړۍ کرښو ته تللو او له وضعيت به يې لېدنې کولې. دی تېره ورځ ليبيا هېواد پولې نېږدې ټپي او وروسته ووژل شو.